هغه ټکي چې په قرآن کریم کې د ګناه په باب کارول شوي دي په هغو کې ؛ ذنب ، معصّیت، اثم ، سیئه، حرام ،خطیئه، فسق، فساد،فجور، منکر، فاحشه، خبث، شر ،لمم، وزر وثقل او حنث شامل د ي.
بیا په دوام کې له دغو ټکو څخه د لسو موردونو په باب توضیح ورکوي.
ذنب؛ یعنی د ګناه معنی یوه نتیجه ده، ځکه چې هر ظلم یو ډول خلاف کارکول دي او نتیجه لري چې په آخرت کې یا په دنیا کې د سزا په توګه عذاب دی.، په قرآن کریم کې دغه ټکی ۳۵ځله راغلی دی.
معصیّت؛ د سرغړونې او د خدای له فرمانه د وتلو په معنا او ددې ښودنه ده چې انسان دخداي د بندګۍ له حد او سرحده بهر وتلی دی؛ دغه ټکي په قرآن کریم کې ۳۳ځله راغلی دی .
اثم؛ دسستۍ او لټۍ په معنا او له جایزو څخه د پاتیکیدا او محرومیدا په معنا دی ،ځکه په حقیقت کې ګناهګار یو کس دی او داسې نه چې ځان چالاک او ځرَّک وبریښوي ، دغه ټکی هم په قرآن کریم کې ۴۸ځله راغلی دی .
سیئه؛ د هغه بد او ځيږ کار په معنا دی چې د غم او خپګان سبب شي، د ؛حسنه؛ په مقابل کې چې د نیکمرغئ او خوشبختۍ په معنا دی، دغه ټکی په قرآن کریم کې ۱۶۵ځله راغلی دی.
د؛ سوء؛ کلمه له همدغه ټکي اخستل شوې چې په قرآن کریم کې ۴۴ځله راغلې ده .
جُرم؛ په اصل کې له وّنې څخه د میوې د جلاکیدا اوا یا پست په معنا ده، جرمانه او جرمونه له همدې مادې څخه دي ، جرم داسې عمل دی چې انسان له حقیقت، نیکمرغۍ ، بشپړتیا او له هدفه جلا کوي ، دغه ټکی په قرآن کریم کې ۶۱ځله راغلی دی.
حرام؛ د منع کیدا په معنا دی ، لکه څنګه چې د احرام لباس هغه قالي دي چې انسان ئې په حج او عمرې کې اغوندي او ځیني کارونه پکې ممنوع کیږي . او حرامه میاشت هغه میاشت ده چې په هغې کې جنګ ممنوع کیږي او مسجد الحرام یعنی هغه جومات چې خاص حرمت او احترام لري او د مشرکانو ورتلل پکې ممنوع دي ، دغه ټکی په قرآن کریم کې ۷۵ځله راغلی دی .
خطیئه؛غالباد غیر قصدي ګناه په معنا دی،او کله هم د سترې ګناه په معنا هم استعمال شوی دی،لکه څنګه چې د بقرې سورې ۸۱ آيت او د الحاقه سورې ۳۷ پر دغه مطلب ګواه کیږي.
دغه ټکی په اصل کې هغه حالت دی چې د انسان لپاره د ګناه له امله رابرسیره کیږی او هغه د نجات له لارې غوڅوي،او د انسان زړه ته د هدایت دنور دنفوذ لاره بندوي. دغه ټکی په قرآن کریم کې ۲۲ځله راغلی دی .
فسق؛ په اصل کې له خپل پوستکي څخه د خرما د زَړي د وتلو په معنا دی.او د خدای له بندۍ او د اطاعت له مداره د ګناهګار د وتلو بیانونکی دی چې هغه پخپلې ګناه سره الهی فرمان حریم او حدود ماتوي او په نتیجې کې له کلا او پنجَرې پرته دی .دغه ټکی هم په قرآن کریم کې ۵۳ځ له راغلی دی .
فساد؛ د اعتدال له حده د وتلو په معنا دی چې نتیجه ئې تباهي او د وړتیاؤ ضائع کیدل دي،دغه ټکی په قرآن کریم کې ۵۰ځله راغلی دی .
فجور؛ د حیا او عزت او ددین ددړلو او له مینځه تلو په معنا دی چې د رسوائئ سبب کیږي او په قرآن کریم کې ۶ ځله راغلی دی.
( دغه مطلب د غوره مفسّر محسن قرائتي له ؛ګناه شناسي ؛نومې کتابه اخستل شوی دی)